IQNA

اسلامی ملګرتیا موسیسې د کشمیري  کډوالو څخه د ملاتړ په خاطر د پاکستان قدرونه وکړه

10:28 - April 24, 2025
د خبر لمبر: 3491010
ایکنا – د اسلامی ملګرتیاموسیسې یوه پلاوي د کشمیري کډوالو په خیال ساتنې کې د پاکستاند هڅو قدرونه او ستاینه وکړه.

اینانیوز د وایس پاکستان له قوله راپور راکړ، د اسلامی ملګرتیا موسیسې له خوا د یوسف محمد صالح الدوبی په مشرۍ یو ځانګړی پلاوی د جمو او کشمیر مرکز مظفرآباد  لپاره  جمو او کشمیر ته تللی دی.

دغه پلاوي  په موری سیمې کې  له لوړپوړو پوځي چارواکو سره هم لیده کاته کړي او  د هند نیواکي جمو وکشمیر  کې د بشری حقوقو  د دوامدارو خلاف ورزیو په باب له توضیحاتو په تفصیل سره  خبر کړئ شوي دي.

دغه پلاوی همداراز  په مظفر آباد کې د پناه غواړو د تخنیکي زده کړو د ورکشاپونو او  کیمپونو کتنه  هم وکړه او له کشمیري مهاجرینو سره ئې ولیدل.

ددغه پلاوي غړو  د کشمیري مهاجرینو د خیال ساتنې په  خاطر د پاکستان د هڅو قدرونه او ستاینه وکړه

دغه پلاوي د کشمیر اوفلسطین له خلکو سره خپل پیوستون اعلان کړ او  په نیواکي ټاټوبو کې ئې د بشری حقوقو د خلاف ورزیو په ضد د خپلې چغې د پورته کولو لپاره پر خپلې ژمنتیا ټينګار وکړ.

https://iqna.ir/fa/news/4277946

captcha